فراه کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ په تپه شېران او ګجګین کلیو کې د ترهګرو طالبانو د لمنځه وړو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې څلور ترهګر طالبان ووژل شول او اوه نور ټپیان شول.
د یادو عملیاتو په لړ کې اوه کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ شول.