فراه کې د نشه يي توکو د پروسېس دوه لویې کارخونې له منځه یوړل شوې

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۰:۵۵
۷

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ملي اردو له کومانډو ځواکونو سره یو ځای تېره شپه د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د نشه يي توکو ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو د پروسېس دوه لویې کارخونې له منځه وړې او همدارنګه ۱۱۰۰ لیتره کېمیاوي توکي، ۱۰۷۶ کیلوګرامه ښيښه او ۱۰۵۰ کیلوګرامه سودا کشف او په سیمه کې سوځول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې د نشه يي توکي د پروسېس یو شمېر وسایل او تجهیزات او همداراز پینځه عرادې موټر او یوعراده موټرسایکل هم کشف او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.