فراه کې د ترهګرو طالبانو له بند څخه اوه ملکي وګړي ازاد شول.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۵ - ۱۳:۴۶
ب

تېره شپه د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو له دفاعي ځواکونو سره یو ځای د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه ملکي وګړي د ترهګرو طالبانو له بنده ازاد کړي دي.
ازاد شویو ملکيانو د ترهګرو طالبانو له غیرانساني چلند څخه سر ټکولی او له امنیتي او دفاعي ځواکونو یې غوښتي؛ څو د دوی غچ له ترهګرو واخلي.