فراه کې د ترهګرو طالبانو د استخباراتو د مسوول د هللاکېدو سربېره؛ د هېوادو په دوو ولایتونو کې پینځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او همدارنګه د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۲:۵
9

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غني‌خېلو او همداراز د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو له څو میله سپکو او درنو وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.
په همدې حال کې؛ د بلخ ولایت په مارمول ولسوالۍ کې د یادو ځواکونو د یوه بل عملیات په پایله کې د وسلو یو قاچاقبر له ګڼو وسلو او چاودېدونکو توکو سره نیول شوی دی.
بلخوا؛ د فراه ولایت په پشترود ولسوالۍ  کې د ترهګرو طالبانو یو کلیدي غړی "د استخبارتو مسوول" هم هلاک شوی دی.