فراه کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۳:۴۰
g

تېره شپه امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د فراه ولایت په مرکزي سیمو کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د دې عملیاتو په ترڅ کې چې په ګینهکان او رج کلیو کې په لاره اچول شوي وو، د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي قومندانانو په ګدون ۱۰۰ ترهګر وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
د یادو عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو ۱۴ عرادې لېږدوونکې واسطې له منځه وړل شوې او د ترهګرو طالبانو ۲۰ میله بېلابېلې وسلې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.