فاریاب کې ۴۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۴ - ۹:۱۶

تېره شپه ترهګرو طالبانو د فاریاب ولایت پر بلچراغ ولسوالۍ ترهګریز بریدونه کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا په شا تمبول شوي دي.
د امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د څو ډلمشرانو په ګډون ۳۶ ترهګر طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د یادونې ده چې د دې نښتې په لړ کې د هېواد د ملي نوامیسو او ارضي تمامیت د ساتلو په لاره کې دوه امنیتي ځواکونه شهیدان شوي، درې نور ټپیان دي او ملکي خلکو ته پکې زیان ندی اوښتی.