فاریاب کې ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۹:۲۰
2

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په پایله کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او د المار ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال په شمول ۱۸ نور ترهګر طالبان ټپیان شوي دي.
پدې نښته کې دوه امنیتي سرتېري هم ټپیان دي.