فاریاب کې ۱۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۸/۸/۴ - ۱۴:۳۴
1

تېره شپه امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونه د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د دې نښتې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د دوه ډلمشرانو "قاري ګلبدین" او "قاري رحمت الله" په ګډون ۱۰ ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې دوه امنیتي سرتېري هم شهیدان شوي او ملکي خلکو ته پکې کوم زیان ندی اوښتی.