فاریاب کې ۱۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په مرکز ترهګریز بریدونه کړي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت او غبرګون سره مخ شوي دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د دې نښتې په لړ کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.