فاریاب کې ۱۳ ترهګر طالبان ووژل شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۳:۳

تېره شپه امنیتي ځواکونه د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په نظیراباد او نادر اباد سیمو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.
همداراز د دولت آباد ولسوالۍ په توپ خانه قلعه کلي کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو طالبانو پر اډو توپچي بریدونه کړي، چې په لړ کې یې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او شپږ اوزبکستاني ترهګر ټپيان شوي دي.
پشتونکوټ ولسوالۍ کې د تېرې شپې د نښتې پرمهال پنځه امنیتي ځواکونه هم د خلکو او آزادۍ د دفاع په لاره کې شهیدان شوي دي.