فاریاب کې یو کس د وژنې په تړاو ونیول شو.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۱۰:۱۲
ر

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په میمنې ښار کې یو کس د وژنې په تړاو نیولی دی.
یاد کس د دویمې ناحیې په اړوند سیمو کې د فاریاب پولیسو د یو لړ عملیاتو په لړ کې له دوه میله کلاشینکوفونو سره نیول شوی دی.
نیول شوي کس دوه میاشتې دمخه دوه ورونه وژلي وو او له سیمې تښتېدلی و.