فاریاب کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۹:۳۲
ر

تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یوه کلیدي غړي په ګډون درې ترهګر طالبان وژلي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې دوه ترهګر طالبان ټپيان شوي او یو تن له یو میل کلاشینکوف وسلې سره د پولیسو لخوا نیول شوی دی.