فاریاب کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۱۰:۱
ن

د فاریاب ولایت له میمنې تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پر مواصلاتي لارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د جات چقماق، ګلدرې، زر شوی او نېشر کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
همداراز پر یادې لارې څلور کړۍ ماینونه چې د ترهګرو طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي وو، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې کشف او شنډ شوي دي.