فاریاب کې د ترهګرو طالبانو مخکښ قوماندان قاري جابر ووژل شو

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۱۴:۱۴
۶

د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په “کته قشلاق” کلي کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د یادې ډلې یو مخکښ قوماندان قاري جابر وژل شوی او یو بل غړی یې بشیر مشهور په حمزه ټپي شوی دی.
یادو ترهګرو په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د ډېریو بریدونو او د ترورېستي پېښو مسوولیت پر غاړه درلود.