فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون ۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱ - ۱۳:۸

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په "صوفي قلعه، نودري او بندر شاخ" کلیو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.

د دې نښې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې د یوه ډلمشر په ګډون ۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د یادونې وړ ده چې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې ۲ امنیتي سرتېري هم شهیدان شوي او ۶ نور باندني ټپيان شوي دي.

د دې نښتې په لړ کې ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.