فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د ډلمشر ملا شاکر په ګډون ۲۲ ترهګر وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۲۱:۲۱
7

تېره ورځ د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ اړوند د لومړي نمبر لویې لارې پر مسیر د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه ترهګرو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د ډلمشر ملا شاکر په ګډون څلور ترهګر وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
همدارنګه؛ د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په سبزپوش سیمه کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو او همداراز کومانډو ځواکونو د هدفمند عملیاتو په پایله کې اوه ترهګر طالبان نیول شوي او برید یې پر شا تمبولی دی.