فاریاب کې د انسان تښتوونکو یو ډلمشر ونیول شو.

د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د دې ولایت په میمنه ښار کې د انسان تښتوونکو د یوې درې کسیزې ډلې، ډلمشر ونیوه.
نیول شوی کس د یوې درې کسزې ډلې، ډلمشر دی چې په میمنه ښار کې یې په بېلابېلو جرمي قضیو کې لاس درلود.
دا کس چې خال محمد نومېږي دوه ورځې دمخه یې له خپلو دوه ملګرو سره د میمنې ښار د درېيمې ناحیې په اړوند سیمه کې د یوه څلور کلن ماشوم د تښتونې طرحه جوړه کړې وه، چې د ملي پولیسو د عملیاتو له امله دوی ونشو کړای خپلې موخې ته ورسېږي، هغه مهال یې دوه ملګري ونیول شول او خپله له سیمې په تېښته بریالی شوی و.