فارياب کې پوليسو د الکولي څښاکو يوه کارخونه کشف او له منځه يوړه.
نن د فارياب ولايت د امنيه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په اندخوى ولسوالۍ کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د الکولي څښاکو يوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
په دې کارخونه کې څه باندې ۵۰۰ ليتره الکولي څښاک له منځۀ وړل شوي او په تړاو يې يو تن نيول شوى دى.