غور کې نهه تنه د تخریبي کړنو په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۰:۱۶
p

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د غور ولایت د دولینې ولسوالۍ په سرچشمه کلي کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې نهه تنه د تخریبي او ترهګریزو کړنو په تړاو نیولي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې له نیول شویو کسانو یو میل وسله له یو شمېر مهماتو سره یې او درې عرادې موټرسایکلونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.