غور کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو یوه ډله ووژل شوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۰ - ۱۰:۰
8

تېره ورځ د غور ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د فېروز کوه ښار په "آهنګران" سیمه کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

د پولیسو او قاچاقبرانو تر منځ نښته داسې مهال رامنځته شوه، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د ترهګرو طالبانو ۱۰۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي چې په دوه عرادو لېږدوونکو واسطو کې ځای پر ځای شوي وو؛ کشف او ترلاسه کړل.

ترهګرو طالبانو غوښتل یاد نشه يي توکي چې د تریاکو له ډوله دي، د آهنګران له سیمې د غور سویل لوري ته قاچاق کړي.

له دې سره پولیسو د عملیاتو له سیمې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو درې تورن کسان نیولي دي.

د ترهګرو طالبانو د نشه يي توکو یوه واسطه د امنیتي ځواکونو لخوا د هوايي ځواکونو په ملاتړ له منځه وړل شوې او یوه بله واسطه یې چې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه تریاک او یو میل وسله پکې شامل وو، د پولیسو لاسته ورغلي دي.