غزني کې ۷۵ تنه مجاهدین له یو میاشتني مسلکي کورس څخه فارغ شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۱۰
asfd

د غزني امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت اړوند د ښوونیز ټولي له قوماندانۍ څخه ۷۵ تنه شرطه ځواکونه له یو میاشتني مسلکي کورس څخه فارغ شول. په دغه کورس کې فارغانو ته د لومړنیو مرستو تکتیکونه، اداري چارې، عقیدوي او مسلکي زده‌کړې ورکړل شوې. د فراغت په مراسمو کې مسؤلینو پر اسلامي چلند، خلکو ته د غوره خدمتونو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او په پای کې فارغانو ته تصدیق‌پاڼې ورکړل شوې.