غزني کې ۱۱ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
تېره ورځ د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس د مقر ولسوالۍ په کمپنۍ سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په دې نښته کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
پدې نښته کې یو ملي پولیس هم ژوبل شوی دی.