غزني کې ۱۰۰ ترهګر طالبان ووژل شول.

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۰:۶
تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
یاده نښته د قره باغ ولسوالۍ په عبدالله ګل سیمه کې رامنځته شوې، چې په لړ کې یې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
له ترهګرو طالبانو سره نښته کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره هوايي ځواک هم مل و، چې په پایله کې نښته د ۱۰۰ ترهګرو طالبانو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.
د ترهګرو طالبانو په وژل شویو کې د دې پېښې څو ډلمشران او طراحان هم شتون لري، چې جسدونه یې په سیمه کې پاتې شوې دي.
په دې نښته کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلې دي.