غزني کې یو ترهګر طالب ونیول شو.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۴ - ۱۶:۵۵
1

د غزني ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د غزني د مرکز اړوند خراسان صرافۍ سیمې څخه یو ترهګر طالب نیولی.
 یاد کس د یوې ترهګریزې ډلې غړی دی، چې غزني کې یې د دولتي کارکوونکو په ترور کې لاس درلود.
دا کس د میدان وردګو ولایت اصلي اوسېدونکی دی او یو میل بې غږه وسله یې هم د پولیسو لاسته ورغلې.