غزني کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۷ - ۹:۲
7

تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونه د غزني ولایت د عمومي لویې لارې په "شهباز" سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د دې نښتې په لړ کې شپږ ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو چاڼیز عملیات په "شهباز، نوغی او اسفنده" سیمو کې د ترهګرو طالبانو د له منځه وړو په هدف پر لاره اچول شوي وو.
د یادونې وړ ده چې د یادې نښتې پر مهال دوه امنیتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.