غزني کې د ننۍ ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

hakimi-moi
111

نن سهار شاوخوا ۰۸:۳۰ بجې ترهګرو طالبانو د غزني ولایت د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند شامیر سیمه کې له چادېدونکو توکو یوه ډک مازدا موټر ته چاودنه ورکړې، چې په ترڅ کې یې د ملي امنیت د دوو سربازانو په ګډون زموږ څلور هېوادوال شهیدان شوي او د ملي امنیت د پنځو سربازانو د ټپي کېدو سربېره د سیمې ۱۳۹ نور ملکي وګړي، چې د ښونځي ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
ترهګر طالبان داسې مهال پدې ناوړه، د اسلام، ښونې او بشرضد په جنایتونو او بریدونو لاس پورې کوي، چې پدې وروستیو کې د هېواد یو شمېر مشران او متنفذین له طالبانو سره د سولې پر خبرو-اترو بوخت دي.
ترهګرو طالبانو د جګړې په ډګرونو کې تر پر له پسې ماتو وروسته تل په ملکي مرګ ژوبلو لاس پورې کړی او د ملکي خلکو ژوند ته د ګواښ په پېښولو سره یې خپله ناوړه څېره بربنډه کړې ده.
کورنیو چارو وزارت د ترهګرو طالبان دا برید چې ډېری مرګ ژوبله یې ملکیان او د ښونځي زده کوونکي دي، په کلکو ټکو غندي او د لوی خدای له درباره د پېښې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

مطبوعاتي اعلامیې

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۹:۵۱
Background image

د پاکستان لاس موټرو او بې اسناده موټرسایکلونو د ګرځونې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

د مخکېنۍ اعلامیې په تعقیب سره د ښي لاس (پاکستان لاس) لرونکو موټرو هغه مالکینو ته چې له امنیتي اسنادو پرته په مرکز او ولا

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۹:۰
Background image

خبرتیا

د مسافر وړونکو او لوړتوناژ موټرو ټولو مالکینو ته ابلاغ کېږي، څو د خپلو وسایطو د اسنادو د طی مراحل او همدارنګه د مالیاتي

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۹:۱۴
Background image

د یو کلي موټرو په تړاو خبرتیا

امنیتي او ترافیک منسوبینو د تېرو دوه اونیو په لړ کې لسګونه بې اسناده او یو کلي موټر مصادره کړي دي.

Back to announcements