غزني کې د ننۍ ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

hakimi-moi
111

نن سهار شاوخوا ۰۸:۳۰ بجې ترهګرو طالبانو د غزني ولایت د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند شامیر سیمه کې له چادېدونکو توکو یوه ډک مازدا موټر ته چاودنه ورکړې، چې په ترڅ کې یې د ملي امنیت د دوو سربازانو په ګډون زموږ څلور هېوادوال شهیدان شوي او د ملي امنیت د پنځو سربازانو د ټپي کېدو سربېره د سیمې ۱۳۹ نور ملکي وګړي، چې د ښونځي ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
ترهګر طالبان داسې مهال پدې ناوړه، د اسلام، ښونې او بشرضد په جنایتونو او بریدونو لاس پورې کوي، چې پدې وروستیو کې د هېواد یو شمېر مشران او متنفذین له طالبانو سره د سولې پر خبرو-اترو بوخت دي.
ترهګرو طالبانو د جګړې په ډګرونو کې تر پر له پسې ماتو وروسته تل په ملکي مرګ ژوبلو لاس پورې کړی او د ملکي خلکو ژوند ته د ګواښ په پېښولو سره یې خپله ناوړه څېره بربنډه کړې ده.
کورنیو چارو وزارت د ترهګرو طالبان دا برید چې ډېری مرګ ژوبله یې ملکیان او د ښونځي زده کوونکي دي، په کلکو ټکو غندي او د لوی خدای له درباره د پېښې شهیدانو ته فردوس جنت او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کوي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements