غزني کې د ترهګرو طالبانو توغنديو یو ملکي کس شهید کړی او ۱۳ نور یې ټپیان کړي

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۲/۶ - ۱۵:۴۴

تېر ماسپښين ترهګرو طالبانو د غزني ولایت د مرکز پر "شالیز او ارزو" کلیو توغندي توغولی، چې له امله یې یو ملکي کس شهید شوی او ۱۳ تنه نور چې په‌کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړي شامل دي، ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت پر ملکي خلکو د ترهګرو طالبانو دا برید په کلکو ټکو غندي او د پېښې ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوي.
ترهګرو طالبانو تر دې دمخه هم په وار، وار پر ملکي خلکو بریدونه کړي او خپلو شومو موخو ته د رسېدو له‌پاره یې ډېری وخت د سړک غاړې ماینونه ځای پر ځای کړي؛ چې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو بیا د دوی ګڼ شمېر چاودېدونکي توکي او ماینونه کشف او له منځه وړي دي.