عملیاتي چارو معاونیت

یاد معاونیت د عامه‌ ساتنې ملي تصدۍ معینیت په‌ تشکیل کې د پنځو کاري ‌تګلارو په درلودلو سره، د دولتي ‌پروژو د ساتنې ریاست، د غیر دولتي‌ پروژو د ساتنې ریاست، د نړیوالو پروژو د ساتنې ریاست، د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست او د ښوونې او روزنې لوی ‌مدیریت، چې د عامه سانتي ملي تصدۍ معینیت په ښوونیز مرکز کې د ساتونکو د روزنې په برخه کې فعالیت کوي، خپلې چارې پرمخ وړي. عملیاتي چارو معاونیت هیوادوالو ته د چوپړ کولو په برخه کې شپه او ورځ هلې ‌ځلې کوي او په دې‌ لاره کې به هیڅ‌ ډول هڅه ونه ‌سپموي.