عاجل،عاجل،

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۹:۷
z
د پولیسو ځانګړو ځواکونو بېګا شپه ناوخته په بغلان کې د طالب ترهګرو په یوه زندان عملیات کړي. 34 تنه زندانیان چې د طالبانو د وحشي شکنجو لاندې و، راخلاص کړای شوي دي.
 
په زندانیانو کې 7 تنه د ملي اردو، 7 تنه پولیس، درې د ملي امنیت سرتېري دي او 17 تنه یې ملکي خلک دي.
 
ترهګر به هیڅ ځای او هیڅکله زمونږ د ځانکړو ځواکونو له تعقیبه خوندي نشي پاتې.