شپږ تنه د غلا، نشهيي توکو د پلور او وژنې په تړاو ونیول شول
د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د غلا او نشهيي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
همداراز د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو یو تن د هرات ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د وژنې په تړاو نیولی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، نیول شوي کس غوښتل د وسلې په زور یو موټر وتښتوي او له موټرچلوونکي یې غوښتي وو چې موټر ور وسپاري؛ خو کله چې د موټر په غلا کې پاتې راغلی و، پر موټرچلوونکي یې ډزې کړې وې او وژلی یې و.
تورن په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی چې د دوسیې تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.