شل تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيول شوي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۰:۴۰
sfd

ياد شمېر کسان د غلاوو،وژنو، غولونو او د عامه نظم د ګډوډۍ په تړاو په پلازمېنه کابل، ننګرهار، تخار، هرات، بامیان او فارياب ولايتونو کې نېول شوي دي.
د کابل امنيې قومندانۍ د جنايي پېښو په وړاندې د مبارزې پوليسو ۶ تنه د غلا او دوه تنه نور په اتمه ناحيه کې د عامه نظم د ګډوډلو په تړاو له دوه مېله وسلې سره نيولې دي.

په ورته وخت کې،پوليسو يو تن د وژنې  او درې تن نور د غلا په تړاو د تخار ولايت په (ينګي کلا،بهارک، دشت قلعه) ولسواليو کې نېولي دي.له بل لوري، د هرات د امنيه قومندانۍ پوليسو د هرات ښار په دويمه ناحيه کې دوه تنه له کورونو د غلا په تړاو د غلا شوو توکو سره يوځای نيولي دي.

په يو بل خبر کې، پوليسو په باميانو، فاریاب او ننګرهار ولايتونو کې څلور تنه د قمار وهلو،يو تن د وژنې او يو بل د خلکو د تېرایستو په تړاو نيولي دي.