سمنګان کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
![6](/sites/default/files/2021-06/196581045_2030242373780316_6236878241153149778_n.jpg)
ملي پولیسو تېره ورځ د هېواد له دفاعي ځواکونو سره یو ځای د سمنګان ولایت د "رویدواب" ولسوالۍ په "سرخ کلا، اهنګر او بادقاق" سیمو کې د ترهګرۍ ضد یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او د طالبانو د یوه مخکښ غړي په ګډون درې ترهګر ټپيان دي.
همدارنګه؛ یو میل توغندی غورځوونکی، یو میل ماشین لرونکې پیکا او یو میل کلاشینکوف وسله هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.