سمنګان کې له لسو ماین چاودنو مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۳ - ۱۲:۴۱
ز

د سمنګان ولایت د رويي دوآب ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له لسو ماین چاودنو مخنیوی شوی دی.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوآب ولسوالۍ د ناامنو سیمو د پاکولو په موخه یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې لس کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
د عملیاتو په لړ کې آهنګران، سید صحاب الدین او سید مسلم کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.