سمنګان کې درې تنه د وژنې د قضیې په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۵:۲۹
ز

د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو درې تنه د وژنې د دوه قضیو په تړاو د مرکز له اړوند سیمو نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کې دوه تنه د یوه سړي او یو بل تن د یوې ښځې په وژنې تورن دي، چې تېره ورځ د سمنګانو له مرکز څخه د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.