سمنګان کې درې تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول.

د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه د یو سړي د ژوبلې په تور د ایبک ښار او خرم او سارباغ ولسوالیو له اړوند سیمو نیولي دي.
همداراز د سمنګان پولیسو یو ځوان د یو عراده موټر سایکل د غلا په تړاو له ایبک ښاره نیولی دی.
یاد کسان له نیول کېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.