سمنګان پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول

د سمنګان ولایت پولیسو په ایبک ښار کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ دوه تنه د نشه يي توکو د پلور او همدارنګه څلور تنه د وژنې، غلا او ژوبلې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.