سر له نن نه ملي پولیس په ځانګړي ټاکل شوي یونیفورم ملبس کیږي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۶:۲۵

هغه خبري ناسته چې په همدې موخه، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نورجلال جلالي، د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس، مولوي زین الله عابر او د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په ګډون د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د کورنیو چارو وزارت د منسوبینو نوی ټاکل شوی یونیفورم هیوادوالو ته ور وپیژندل شو.
په دغه ناسته کې، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال خبرې وکړې او د نوي یونیفورم د مبارکۍ تر څنګ یې ټولو هیوادوالو ته د لا ښه امنیت ډاډ ورکړ.
ورپسې د کورنیو چارو وزارت ویاند خبرې وکړې او اوس مهال یې په کابل او کندهار ولایتونو کې، د شل زره جوړو دریشو د ویش خبر ورکړ.
ښاغلي ټکور همدا راز په دوو راتلونکو اونیو کې، د سل زره جوړو نورو دریشیو د تیاریدو او ویشلو خبره هم وکړه.
د ه په خپلو خبرو کې، د جوړ شوي یونیفورم په هکله وویل چې، د یاد یونیفورم جوړول په کور د ننه یوه افغاني شرکت ته ورسپارل شوي او ۷۵ سلنه د مخکیني یونیفورم څخه ارزانه او په کمو پیسو جوړ شوی چې دا د شفافیت په برخه کې یو بل لوی ګام دی.

د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رییس مولوي زین الله عابر هم د جوړ شوي یونیفورم په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د یونیفورم په ویشلو سره به د جرمونو په کچه کې لا کموالی راشي او اخلالګرو ته به د فعالیت اجازه ورنکړي.
خبري ناسته د خبریالانو په پوښتنو سره پای ته ورسیده.