سرپل کې د ټاکنو د امنیت ساتنې په هدف کلک امنیتي تدابیر نیول شوي.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۰:۲۷
ب

د سرپل ولایت د ټاکنو د امنیت ساتنې د لړۍ د ارزونې په هدف د دې ولایت د مقام دفتر په تالار کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سرپل والي په شمول، امنیه قومندان، د ملي امنیت رییس، د ملي اردو د کنډک قومندان، د ټاکنو د ولایتي کمېسیون رییس او یو شمېر کشفي او استخباراتي چارواکو ګډون کړی و.
د سرپل ولایت امنیه قومندان د امنیتي مسوولینو په استازولۍ خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو د ملي پروسې په تړاو ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو کلک امنیتي تدابیر نیولي او د غښتلې همغږۍ له مخې چارې پر مخ وړي.
امنیه قومندان همداراز زیاته کړه، چې د امنیت ساتنې په برخه کې د خلکو همکاري لازمه ده او ټینګار یې وکړ، چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د سرپل مېشتو همکاري ترهګرو ته د غاښ ماتوونکي ځواب لامل کېږي.