ستر امنیتي معین په ننګرهار ولایت کې له مېشتو ځانګړو ځواکونو لیدنه وکړه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۰:۳۴
7

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ له بېلابېلو برخو د لیدنې سربېره، د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له قوماندانۍ لیدنه وکړه.
سترپاسوال عبدالصبور قانع د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو هڅې او سرښندنې د ستاینې او درناوي وړ یادې کړې او ویې ویل، چې ځانګړي ځواکونه د ښه ظرفیت درلودونکي دي او دا ځواکونه د خاورې او خلکو له پاره د ویاړ سمبول دي.
ښاغلي قانع ننګرهار ولایت ته د خپل سفر موخه د ترورېزم پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د تابیاو ارزونه او همدارنګه تر ګواښ لاندې ولسوالیو کې د عملیاتو څارنه یاده کړه.
ستر امنیتي معین په ننګرهار کې په ځینو ولسوالیو کې د عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل، چې ستاسې د سرښندنې په پایله کې هغه ولسوالۍ چې تر زیات ګواښ لاندې وې، د ترهګرو له شتونه چاڼ شوې او اوسمهال زموږ هېوادوال د امن او سوکالۍ په فضا کې ژوند کوي.