زابل کې ۲۵ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره شپه ترهګرو طالبانو د زابل ولایت د مرکز کلات ښار پر امنیتي پوستو د برید هوډ درلود، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شول او په ترڅ کې یې ۱۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
د یادې نښتې پر مهال د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او وسایط هم له منځه وړل شوي دي.