زابل کې نهه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۸:۵۹
6

تېره ورځ د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په حسن کارېز سیمه کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون څلور ترهګر طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
په وژل شویو ترهګرو کې بهرني مېشتي هم شامل دي او د دې نښته په پایله کې د ترهګرو طالبانو یو میل کلاشینکوف او یوه پایه مخابره هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.