د کورنیو چارو وزیر له ښاغلي عبدالسلام رحيمي سره وکتل
د کورنیو چارو وزیر الحاج خليفه سراجالدين حقاني د ښاغلي عبدالسلام رحيمي وطن ته په راتلو هرکلی وکړ. خليفه صاحب وويل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول افغانان حق لري چې په افغانستان کې ډاډه ژوند وکړي.
د کورنيو چارو وزير له ښاغلي رحيمي وغوښتل چې زموږ د سولې او خواخوږۍ پيغام نورو هغو وطنوالو ته هم ورسوي چې له هيواده وتلي.
ښاغلي رحيمي له خلیفه صیب څخه مننه وکړه او د سولې او ورورولۍ د پیغام ستاینه یې وکړه.