د کورنیو چارو وزیر د پولیسو له ټپیانو او ناروغانو لیدنه وکړه

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۲۰:۳۵
1

د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي نن د پولیسو درې سوه بستریز روغتون ته ولاړ او هلته یې د پولیسو منسوبینو ته د نهم د کب د مبارکۍ او درناوي سربېره، د ملي پولیسو له ټپیانو او ناروغانو لیدنه وکړه.
محمدمسعود اندرابي د پولیسو د درې سوه بستریز روغتون مشرتابه او پرسونل ته لارښوونه وکړه، څو د ټپي او ناروغو پولیسو په درملنه کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
د کورنیو چارو وزیر د عامه نظم د ټینګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې د پولیسو سرښندنې او رشادت د درناوي وړ یاد کړ او دوی ته یې د ملاتړ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې؛ د پولیسو هغه منسوبین چې د ترهګرو پر وړاندې جګړه کې ټپي شوي دي، د کورنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د روغتیايي حالت تر ښه والي وروسته به یې د همسنګرانو لیکو ته بېرته وګرځي او خپلو خلکو ته به د خدمت جوګه شي.