د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د قزاقستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل
د کورنیو چارو وزیر قدرمن خلیفه سراجالدین حقاني نن ماسپښین د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر ښاغلي سیریک ژومان ګارین سره، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلی و، وکتل.
په کتنه کې پر امنیتي وضعیت، د مخدره موادو پر وړاندې دګډې مبارزې، ټرانزیټ او ټیکنالوژۍ تر څنګ د سیاسي، اقتصادي اړیکو پر پراختیا او سیمهییزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
دواړو لورو ټینګار وکړ چې دا مهال په افغانستان کې د تجارت پراختیا او پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځ ته شوی دی چې باید د دواړو ملتونو د پرمختګ په موخه ترې استفاده وشي.