د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسېدو او اوروژنې لوی ریاست د روزنیز مرکز څخه ۵۹ تنه زده کړیالان د مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته فارغ شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۱:۲
fdsvdsd

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، چې پېښو ته د رسېدو او اوروژنې لوی ریاست په انګړ کې جوړه شوې وه، د یاد ریاست تامیناتي مرستیال مولوي محمد عوض "ابوبکر" زده کړیالانو ته د مبارکۍ ترڅنګ دوی خپلو دندوته ځیر او د وسائطو په مسلکي توګه ګتې اخستلو ته یې راوبلل. وروسته نورو مسوولینوهم خبرې وکړې او له زده کړیالانو څخه یې وغوښتل چې، د خپلو زده کړو څخه د عمل په ډګر کې ګټه واخلي. په پای کې زدکړیالانو ته د مسوولینو له خوا بري لیکونه ورکړل شول.