د کورنیو چارو وزارت وزیر قدرمن خلیفه سراج‌الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس فریلېسن او مل پلاوي سره وکتل.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۴۴
dsfasf

په دې لیدنه کې د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د تعامل، د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیمه‌ییز ثبات او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وشوې.

همداراز د افغان کډوالو د وضعیت او بېرته راستنېدو، بشري موضوعاتو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل په اړه د سیمه‌ییزو هڅو پر اهمیت بحث وشو.