د کورنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر مل پاسوال عبدالستار میرزکوال نن ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو له امنیه قوماندانانو او منسوبینو سره خبرې وکړې.

hakimi-moi
شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۹ - ۲۱:۹
۱

نوموړي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د یادو منسوبینو هڅې وستایلې او د همغږۍ پر تقویت، امنیت ساتنې او د افغانستان د خلکو او سولې د دوښمنانو پر ځپلو یې ټینګار وکړ.
د وي ټي سي ګډنوالو ډاډ ورکړ چې له خپلو خلکو او نظام څخه به دفاع کوي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه نه کوي.