د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې(UNDP) له مسؤل ښاغلي سټیفن رودیکیوس، د پروژې مدیر ویدیست کیلبیک او د پروګرام متخصص عبدالحامد عمر سره په خپل دفتر کې ولیدل.
دواړو لوریو نشه یي توکو سره د مبارزې، د روږدو درملنې، بزګرانو ته په بدیل کښت او په دې برخه کې په هر اړخېزو مرستو بحث او خبرې اترې وکړې.
قدرمن همکار نشه یي سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو له پراختیایي شورا د مرستو د غوښتنې ترڅنګ وویل چې نشه یي توکي یوازې د افغانستان ستونزه نه بلکې نړیوال بشري ناورین دی چې له بده مرغه نړۍ په دې برخه کې له موږ سره اړینه مرسته نه ده کړې.