د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت د دفتر رئیس مل پاسوال الحاج مولوی حسیب الله احمدي په مشرۍ پلاوي په ولایتونو کې د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي او د کمېټو جوړولو لپاره پروان ولایت ته سفر وکړ.
ددغه سفر په لړ کې ښاغلي احمدي او مل پلاوي د پروان له والي مولوي قدرت الله امیني، امنیه قومندان محترم قاری محمد جاوید ضیالرحمن، استخباراتو رئیس، ولایتی رئیسانو او یو شمیر مسؤلینو سره ولیدل.
احمدي د پروان له والي، امنیه قومندان او د غونډې له برخوالو سره په یاد ولایت کې د عالیقدر امیرالمؤمنیین حفظه الله فرامین چې د کوکنارو د کښت، قاچاق، مخنیوي او نشه یي توکو لپاره د ټاکل شویو جزاګانو په هکله دي، معلومات شریک کړل.
د يادولو ده چې ياد پلاوي د نشه يي توکو د مخنيوي په موخه د عامه پوهاوي او په ولايتونو کې د کمېټو د جوړولو لپاره تراوسه نيمروز، کنړ او فراه ته سفرونه کړي چې دا لړۍ به يې نورو ولايتونو ته هم وغزېږي.